IQNA

یوه کشمیري خطاط  قرآن پر ۵۰۰میټري اوږد کاغذ ولیکۀ

17:24 - July 11, 2022
د خبر لمبر: 3485974
ایکنا-(تهران   دکشمیر یوه اوسیدونکي مسلمان خطاط په پنځه سوه  میټره اوږد او څوارلس اعشاریه پنځه  اینچه پلَن  کاغذ باندې د  درست قرآن کریم په کتابت سره  پخپلې نامې یو نوی ریکارډ ثبت کړ .

 ایکناخبری آژانس  د الجزیره له قوله راپور راکړ، د کشمیر یوه ۲۷کلن ځوان مصطفی بن جمیل  خبل دغه اثر ، یوه ویډیوئي کلیپ له لارې نندارې ته وړاندې کړ، په داسې حال کې چې  دغه کورنۍ هم د مصطفی په دغه بریالیتوب جشن  ولمانځه .

مصطفی ځاي رسندویو ته په توضیح کې ووئيل چې دقرآن لیکلو دهغه لپاره اوه میاشتې  وخت واخست او په دې مودې کې د خوشخطۍ له مخصوصو قلمونو  او ۸۵ ګرامي کاغذ څخه ئې چې  له نوي ډيلی ئې  راوړی ؤ ، داستفاده کړې ده . 

 مصطفی  په دغې بې مخینې  بریا سره ، وتوانید، د لینکلن ریکارډونو په کتاب کې  یو نوی ریکارډ ثبت  کړي .  یوه داسې اداره چې  د وړتیا لرونکو کسانو په پيژندګلوۍ  او په نړیوالو پلیټ فارمونو کې د دوي  د مهارتونو له لوړولو سره اړونده دی .

هغه پخپلو څرګندونو کې  ووئيل ، له دې وروسته  چې  په ریاضۍ کې په کمزورتیا سره ئې له ښونځي ډيپلومه وانخستل شوه  ،  ، نو تل به د خپلو کلیوالو او  خپلوانو له خوا له ملنډو سره مخ کیدم ، نو دخوشخطۍ کار مو پیل کړ . مصطفی ، چې د کشمیر په شمال کې په بانډيپوره سیمې کې د ګورز درې اوسیدونکی دی ، وائي ، د کوم حرفه وي  روزونکي له لارښونې پرته توانیدلی دی ،قرآڼ کریم  ولیکم ،  په همدې دلیل ئې رانه  زیات وخت واخست .

لینکلن ریکارډونو اداره د  کسانو وړتیاؤ ته ډير  اهمیّت ورکوي او  دیوه نړیوال پلیټ فارم په جوړولو سره  د د دوي د ښونې ،هنر، علومو، ادبیاتو  او سپورټ  په څير په هرې زمینې کې د وړتیاؤ د لا زیاتولو ملاتړ کوي .

https://iqna.ir/fa/news/4069887

captcha